د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د فاریاب ولایت د شیرین تګاب فرعي سيندیزې حوزې د مسؤولینو، او د یاد ولایت مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره ولیدل.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۰:۳۵
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف “منصور” د فاریاب ولایت د شیرین تګاب سیندیزې حوزې مسؤولینو، او د یاد ولایت مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو سره د یادې حوزې په ریاست کې په داسې حال کې چې د شمال عمومي سندیزې حوزې رئیس انجنیر رفیع الله مجتبی او د فاریاب ولایت فرعي سندیزې حوزې رئیس ملا محی الدین مبارز یې ملتیا کوله، ولیدل.

یاده لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادې فرعي سيندیزې حوزې مسؤولینو او د یاد ولایت د مخورو سپین ږیرو او قومي مشرانو وړاندیزونه، غوښتنې او مشکلات واوریدل، او د یاد ولایت په اوبو، برېښنا،  بندونو، چکډېمونو، کانالونو او په خاصه توګه د المار او دهندرې بندونو د پاتې چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د دوي ستونزو ته د متوازن انکشاف او شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د رسیدګۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادې حوزې مسؤولینو ته د هغوي د ورځني کارونو او مسؤولیتونو اړوند اړینې سپارښتنې وکړې، او په چارو کې یې ورته د لا پیاوړتیا په پار دعا وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu