د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د فاریاب ولایت له والي سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د فاریاب ولایت له والي، محترم مولوي محمد شعیب رسالت سره وکتل او په یاد ولایت کې یې د اوبو او برېښنا پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې د فاریاب ولایت والي د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام څخه د برېښنا او آبګردان بندونو د پروژو په ځانګړي ډول د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالي کې د المار او دهنه درې بندونو د پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د فاریاب ولایت والي ته ډاډ ورکړ چې د یادو پروژو په هکله به اړینې څیړنې ترسره او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.