د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۴:۴۸
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور  دخپل کار په دفتر کې د لغمان ولایت له والي ښاغلي الحاج قاري زین العابدین عابد سره وکتل او په یاد ولایت کې یې د شاهي کانال پروژې د چارو د بیاځلې پيلولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په دي لېدنه کي د لغمان ولایت والي د یاد ولایت د خلکو د ستونزو او د اوبو د مدیریت په برخه کي د پراختیایي پروژو اړتیاوو ته په اشارې سره د شاهي کانال پروژې د چارو د بیاځلې پیلولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په دې لیدنه کې  د پراختیایې پروژو د بودجې کمښت ته په اشارې سره وویل چي: " د اوبو او انرژي وزارت د سترو پروژو د تطبیق لپاره د خصوصي پانګونې طرحې د اسلامي امارت له اقتصادي کمیسیون سره شریکې کړې دي، ترڅو د خصوصي پانګوني له لارې د یادو پروژو د تطبیق زمینه چمتو شي. "

ښاغلي منصور د لغمان والي ته ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې مونږ هڅه کوو، ترڅو د شاهي کانال پروژې د پلي کیدو بودجه د خصوصي سکتور د پانګونې له لارې چمتو کړو.

د یادونې وړ ده، چې دلغمان ولایت د شاهي کانال پروژه د اوبو او انرژي وزارت د سترو پروژو څخه یوه پروژه ده ، چې د یادې پروژې په پلي کیدو سره به نږدې ۵ زره هکتاره ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu