د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لوګر ولایت د والي له مرستیال او د هغه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۲:۴۵
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په  دفتر کې د لوګر ولایت د والي له مرستیال ښاغلي مولوي انعام الله صلاح الدین او د هغه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس ښاغلي حاجي عمراخان صدیقي سره وکتل او په لوګر ولایت کې د اوبو او برېښنا پروژو دپلي کېدو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د لوګر ولایت د والي مرستیال او د سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو د پلي کېدو په ځانګړې توګه د خروار بند د بیارغونې او د لوګر ولایت د صنعتي پارکونو لپاره د سب استیشن د جوړیدو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور هغوی ته ډاډ ورکړ چې شته امکاناتو او متوازني پراختیا اصل ته په کتو سره به د دوی غوښتنو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu