د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالي له مشرانو سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالي له مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل او له هغوی سره یې په یادې ولسوالي کې د برېښنا رسولو پروژو او د اوبو د مدیریت په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې، د چک ولسوالي مشرانو خپلې ستونزې او اړتیاوي د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او د چک وردګ د برېښنا بند د چارو د بیا پيلولو غوښتنه یې وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د چک ولسوالي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.
