د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د هیواد د یو مخکښ ځوان سره وکتل

hafiz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۹ - ۱۴:۲۲
5

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور نن د غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د هیواد د مخکښ ځوان ښاغلي  انجنیر احسان الحق "دانشیار" سره چې د ښو برنامو او طرحو لرونکی دی، و لیدل.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر و ښاغلي "دانشیار" ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه ، د اوبو او انرژي وزارت رهبري د هیواد ټولو ځوانانو د ښو طرحو او برنامو څخه هرکلی کوي.

ښاغلي "دانشیار" په دغه کتنې کې زیاته کړه چې، خپل طرحې او برنامې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري سره شریکوي، تر څو د هیواد په پرمختګ او غوړېدا کې خپله ونډه ترسره کړې وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu