د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د قلعه افضل کلي له مشرانو سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د قلعه افضل له یو شمېر مشرانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د یادې کلي مشرانو د برېښنا د نه شتنون څخه شکایت و کړ او خپل وړانديز یې د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر سره شریک کړ.
د غه مشرانو د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر څخه په خپل کلي کې د برېښنا رسولو پروژې د پلي کیدو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ده سبز ولسوالۍ د قلعه افضل کلي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې اړوند مسؤلینو ته به لازم هدایات ورکړي او د یادې سیمې د سروي لپاره به تخنیکي ټیم ډیر ژر ولېږل شي.
