د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کابل ولایت له صنعت کارانو سره په صنتعي پارکونو کې د برېښنا د کموالي ستونزې د هوارولو په موخه وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۷:۲۳
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د کابل ولایت له صنعت کارانو سره په صنتعي پارکونو کې د برېښنا د کموالي ستونزې د هوارولو په موخه وکتل

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت له یو شمېر صنعت کارانو سره وکتل او په صنتعي پارکونو کې د برېښنا د کموالي د ستونزې د هوارولو په هکله یې بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، صنعت کارانو په صنعتي پارکونو کې د برېښنا د نه شتون له کبله شکایت درلود او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري څخه یې د خپلو ستونزو د هوارولو غوښتنه یې وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې هڅه کوو د افغانستان برېښنا شرکت سره په همغږي په صنعتي پارکونو کې د برېښنا د کموالي ستونزه په هغه ډول هواره کړو چې خلک هم د برېښنا د کموالي له کبله زیانمن نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

ارزګان ولایت کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د څه باندې ۱۳‌ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۷/ ثور/ ۱۴۰۵ هـ ل

۱۰/ ذوالقعده/ ۱۴۴۷  

د ارزګان ولایت په مرکز، ترینکوټ او دهراود ولسوالي کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د ۱۳ میلیونه او ۷۱ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

د نوموړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۰
Background image

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پشد کانال له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالي د پشد کانال د اوبو له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۶:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي. . .

بیرته تګ

User account menu