د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په چین هېواد کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۲:۳۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په چین هېواد کې د افغانستان له سفیر محترم سید محي الدین سادات سره وکتل.

په دغه کتنه کې، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چین هېواد پانګوالو د هڅولو او د اوبو او انرژي پروژو  د پلي کولو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې  د چینایي پانګوالو د پانګونې لپاره د لا همغږیو او د چارو د ښه انسجام په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

په ورته مهال، په چین کې د افغانستان سفیر څرګنده کړه، چې په چین هېواد کې ګڼ شمېر پانګوال په افغانستان کې  د لمریزې برېښنا ، باد، ډبرو سکرو او اوبو سرچینو په پروژو کې پانګونې ته لېواله دي، اړینه ده چې د دې پانګونو لپاره زمینه چمتو شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu