د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر پکتیا ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې له یو شمېر مشرانو ، جهادي قوماندانانو او علماو سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالي ته د یوه سفر په ترڅ کې د مقبلو درې د جامعه نقشبندیه د فاضلانو د فراغت غونډه کې ګډون وکړ او له یو شمېر مشرانو، جهادي قوماندانانو او علماو سره یې وکتل.
د یادې ولسوالي مشرانو، جهادي قوماندانانو او علماو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریک کړل.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادې ولسوالي مشرانو او جهادي قوماندانانو سره د دوی د ستونزو دهوارولو په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
