د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر کندهار ولایت ته کاري سفر تر سره کړ.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۲۲:۵۸
1

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپلو کاري سفرونو په لړ کې له کندهار ولایت څخه لیدنه وکړه. محترم منصور صاحب لمړی د کندهار ولایت له والي محترم حاجی یوسف وفا سره د ولایت په مقر کې لیدنه وکړه او د کندهار په ولایت کې یې د اوبو د دوو بندونو (شین نري او لوړې) چې د ارغستان په ولسوالي کې موقعیت لري؛ په هکله خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. تر دغې ناستې وروسته محترم وزیر صاحب د کندهار د والي محترم حاجي یوسف وفا، د کندهار د سیندیزې حوزې رئیس ملا سیدمحمد شرافت، د یادې حوزې د تخنیکي ټیم او د افغان انويسټ شرکت د استازو محترم عبیدالله کندهاري، قلندري صاحب او د دوی د ملګرو په ملتیا پرېکړه وکړه چې د هیلي کاپتر په واسطه یادې ساحې ته سفر وکړي تر څو سیمه له نژدې څخه وویني. د کندهار هوایی ډګر ته په رسېدو د یاد نظامي هوايي ډګر د قوماندان محترم الحاج مولوي فتح الله منصور صاحب له خوا ورته تود ښه راغلاست وویل شو او نوموړي هم له دوی سره د یادو شوو بندونو د ساحې د لیدلو لپاره ملګری شو، یاد ګډ پلاوي د شین نري او لوړې سیمې له نژدې وکتلې او پریکړه وشوه چې فني او تخنیکي ټيم دې د راتلونکې شنبې له ورځې د بندونو لمړنۍ سروې پیل کړي. باید یادونه وکړو چې د فني ټیم د اټکل له مخې به یاد بندونه د میلیونونو متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ارغستان، بولدک، تخته پل،ډنډ او دامان ولسوالیو څلور اویا زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu