د اوبو او انرژي وزارت مرکزي رئیسانو ته ۶ ورځنۍ  ځانګړې ښوونیزه برنامه پیل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۳:۱۶
1

دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست الحاج ملا عبداللطیف منصور، د انرژي معین الحاج ملا عبدالهادي یعقوب او د دغه وزارت د ټولو مرکزي رئیسانو په شتون کې پیل شوه.

د اوبو انرژي وزارت سرپرست د دغې برنامې د پیل په دوام کې د پوهې د لوړولو او د چارو د ښه مدیریت په برخه کې د هغې په اهمیت خبرې وکړې، څرګنده یې کړه چې علم د هغه سمندر په څېر دی چې هېڅکله به یې ظرفیت ډک نشي او د هغه دوامداره تکرار د هغه د رشد او ډېروالي لامل ګرځي.

ښاغلي  منصور د خپلو خبرو په دوام کې ټینګار وکړ چې د علم ثمره د هغه په نیت، اخلاص او استفادې پورې تړلې ده، هغه زیاته کړه چې په اوسني حال کې زموږ هېواد او د افغانستان ملت د مسؤولینو لخوا نېکو او صادقانه چوپړتیاوو ته هیله مند دی او دغه هیلمنتیا هغه وخت پایلې ته رسېږي چې مسؤولین د خپلې پوهې د تقویې په برخه کې شپه او ورځ هڅې وکړي او له خپلو زده کړو څخه په پوره اخلاص د هېواد د آبادۍ او پراختیا لپاره ګټه واخلي.

له بلې خوا د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي ګل الرحمن عارف زده کړې او زده کولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې علم هغه وخت د ارزښت وړ وي کله چې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره ترې ګټه واخیستل شي.

د یادولو وړ ده چې په دغهٔ برنامه کې چې د دغه وازرت د کارکوونکو د چارو ریاست لخوا په لاره اچول شوې ده، د ورځنیو چارو د اجرأتو د مدیریتي ګټور موضوعاتو په ځانګړې توګه د بریا، برنامه جوړونې، د رقابتونو ښېګڼې، همغږۍ، پلان جوړونې او پرېکړې نیولو په تړاو معلومات به له ګډونوالو سره شریک شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

بیرته تګ

User account menu