د اوبو او انرژي وزارت نوی ویاند همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۴:۴۱
1

محترم قاري انجنیر مطیع الله عابد د اوبو او انرژي وزارت د ویاند په توګه د وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست له خوا په داسې حال کې همکارانو ته ور وپېژندل شو چې د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار، اداري رئيس محترم مولوي حمیدالله دلاور او د وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلودل.

محترم قاري انجنیر مطیع الله عابد د کمپیوټر ساینس پوهنځي څخه د لیسانس په کچه فارغ شوی او د قرآن کریم حافظ دی او دیني زده کړې یې هم پای ته رسولې او همدارنګه د دیني علومو د ښوونې په برخه کې څو کلنه کاري تجربه لري.

ښاغلی عابد تر دې وړاندې د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي په ریاست کې دنده ترسره کوله او د وزارت د رهبري د لزوم دید پر بنسټ د ویاند په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu