د اوبو او انرژي وزارت کې د سیرت النبي(ص) آزموینه واخیستل شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
1

دغه آزموینه د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف په شتون کې واخیستل شوه، چې نږدې ۱۰۰ تنه د وزارت کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د برنامې په پيل کې، محترم مولوي ګل رحمن عارف د سیرت النبي(ص) د زده کړې د ارزښت او په دې برخه کې د معتبرو کتابونو د پېژندنې په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس د وزارت ټول کارمندان وهڅول چې د سیرت النبی(ص)  له زده کړو څخه په خپل ورځني ژوند کې ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغې برنامې کتابونه د روژې مبارکې میاشتې مخکې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري پر کارمندانو باندې وېشل شوي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

بیرته تګ

User account menu