د اوبو او انرژي وزارت کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسم ترسره شول

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۶:۵۳
1

د اوبو او انرژې وزارت په جومات کې د مهاجرینو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د انرژي معین محترم ملا عبدالهادي یعقوب، د اوبو او انرژي وزارت ستر سلاکار ډاکټر فاروق اعظم او ددغه وزارت ګڼ شمېر رئیسانو او کارمندانو پکې ګډون کړی و.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په دغو مراسمو کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د جهادي دورې د خاطراتو په یادولو سره زیاته کړه چې نوموړي د ځواني ټول عمر په سنګر کې تېر کړی او د روسي او امریکایي اشغال په وړاندې یې نه هېرېدونکي جهادي عملیاتونه ترسره کړي دي.

ښاغلي منصور همدارنګه زیاته کړه چې الحمدالله اوس شرعي نظام په ټول افغانستان کې حاکم دی او موږ باید د اسلامي نظام له فرامینو څخه پوره اطاعت وکړو، د بیت المال ساتنه پر ځان لازمي وګڼو او د وطن د آبادۍ لپاره په ګډه سره کار وکړو.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت ستر سلاکار د شهید حقاني صاحب د جهادي خاطراتو د یادولو سربېره زیاته کړه چې د جهاد قافله به تر قیامته پورې دوام ولري او دشمن هېڅکله زموږ اسلامي عقیدې نشي کمزورې کولی او د افغانانو د اوسنیو ستونزو لپاره حوصله او تقوا پکار ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu