د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د لوړې ارغستان بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۵۹
1

٢٦ رمضان ١٤٤٧ هـ ق

٢٤ حوت ١٤٠٤ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، چې د وزارت د انجنیري خدمتونو عمومي رئیس انجینر اسدالله عمار، د قراردادي شرکت مسؤل او د انجنیري تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د لوړې اوبو بند له سیمې څخه لیدنه وکړه.

وزیر صاحب د قراردادي شرکت مسئولینو ته هدایت وکړ چې د امکان سنجي مطالعاتو چارې دې په درېو محورونو باندې ژر تر ژره پیل کړي، چې له هغو څخه به بیا یو محور انتخابېږي.

 یاده دې وي چې د لوړې اوبو بند د امکان سنجي مطالعاتو او تفصیلي ډیزاین د پروژې قرارداد د معدن په بدل کې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له افغان جرمن باختر شرکت سره لاسلیک شوی دی، چې د بند اساسي هدف د کرنیزو ځمکو خړوبول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۱:۵۴
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا د جبران خسارې سروې وشوه.

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۲/۳۰  هـ ش

د وزارت مقام د هدایت په اساس د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا لوګر ولایت کې د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا پروژې د متضررینو د جبران خسارې تخنیکي ارزونه. . .

بیرته تګ

User account menu