د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۶:۳۴
1

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي بند د نوې پراختیا ( نوې پرچاوې)، د بند د پراختیا د اهمیت، د برېښنا تولید د زیاتوالي او د اوبو د غوره مدیریت په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي جیلیو د کجکي بند د نوې پراختیا ( نوې پرچاوې) په هکله د اوبو او انرژي وزیر ته اړین معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د روانو او نويو پلان شوو پروژو په هکله هم  بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د دغې ناستې په پای کې د ۷۷ ترکي شرکت عمومي رئیس د اوبو او انرژي وزیر ته رسمي بلنه ورکړه، چې د یتیم تاق سمنټو پروژې د ودانیزو چارو په پرانیست غونډه کې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۱:۵۴
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا د جبران خسارې سروې وشوه.

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۲/۳۰  هـ ش

د وزارت مقام د هدایت په اساس د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست له خوا لوګر ولایت کې د ۲۲۰ کیلوواټه برېښنا پروژې د متضررینو د جبران خسارې تخنیکي ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۲۱:۴۶
Background image

د جلګې خوړد ټينګښت چارو له پروژو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق  مطابق ۱۴۰۵/۲/۳۰ هـ ش

د پکتیا سينديزې فرعي حوزې رياست سلاکار انجنیر فضل الرحيم رحيمي او مل تخنیکي پلاوي په مرکز ګردېز کې د جلګې خوړ د ټينګښت په موخه د بر کوچي خېلو او د. . .

بیرته تګ

User account menu