د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

mew-admin
Sat, Apr 25 2026 4:34 PM
1

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي بند د نوې پراختیا ( نوې پرچاوې)، د بند د پراختیا د اهمیت، د برېښنا تولید د زیاتوالي او د اوبو د غوره مدیریت په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي جیلیو د کجکي بند د نوې پراختیا ( نوې پرچاوې) په هکله د اوبو او انرژي وزیر ته اړین معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د روانو او نويو پلان شوو پروژو په هکله هم  بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د دغې ناستې په پای کې د ۷۷ ترکي شرکت عمومي رئیس د اوبو او انرژي وزیر ته رسمي بلنه ورکړه، چې د یتیم تاق سمنټو پروژې د ودانیزو چارو په پرانیست غونډه کې ګډون وکړي.

User account menu