د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د پانګونې فرصتونو د پېژندنې ناسته ترسره شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۳۵
۱

 د اوبو او انرژي په سترو پروژو کې د پانګونې فرصتونو د پېژندنې ناسته، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کورنیو او بهرنیو ودانیزو شرکتونو د رئيسانو او استازو په شتون کې، د ۱۴۰۴ هـ ل کال د تلې د میاشتې په ۳۰ نېټه د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې، د اوبو محترم معین په خپلو خبرو کې په اوسنیو شرایطو کې د هېواد د اوبو سرچینو د مدیریت حیاتي ارزښت ته اشاره وکړه او یې ویل، چې له بده مرغه د افغانستان اوبیزې سرچینې په پرله پسې کلونو کې د څلورو لسیزو تپل شوو جګړو، اقلیمي بدلونونو او پرله پسې وچکالیو له کبله زیانمنې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې اوسمهال د هېواد ډیری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او څه باندې اووه میلیونه هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبو د کموالي له کبله د ګټې اخیستنې وړ نه‌ده.

ښاغلي آخندزاده ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د اغېزمن مدیریت او د انرژي د پراختیا په برخه کې ارښتناکه لاسته راوړنې لري، خو د دغو دوو سکتورونو ورځ تر بلې ارزښت ته په کتو، یوازې د وزارت هڅې کافي نه‌دي او اړتیا ده، چې خصوصي او دولتي سکتورونه دواړه په دې برخه کې کارنده ونډه واخلي.

هغه د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته د خصوصي سکتور استازو د هڅولو ترڅنګ، یادونه وکړه چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او اسلامي امارت هم په دې برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اړینې آسانتیاوې چمتو کړې دي.

د ناستې په دوام کې، د اوبو او برېښنا بندونو سترې پروژې او د وزارت نورې بنسټیزې پروژې د یوه تفصیلي پریزنټیشن له لارې وړاندې شوې، ترڅو شرکتونه وکولای شي د خپلې لېوالتیا سره سم د پروژو د مطالعې، ډیزاین او پلي کولو په برخه کې پانګونه وکړي.

په ورته مهال، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو استازو هم د خپلو فعالیتونو، طرحو او وړاندیزونو په هکله د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د خپلې همکاري او پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

د ناستې په پای کې، د اوبو او انرژي وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د متقابلو همکاریو پر پراختیا باندې ټینګار وشو او تصمیم ونیول شو، چې راتلونکې ناستې د تخنیکي جزئیاتو د څېړلو او په نوموړو پروژو کې د پانګونې لپاره د عملي زمینې د چمتوکولو په موخه ترسره شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu