د اوبو او انرژی سرپرست وزیرمحترم ملا عبداللطیف منصور میدان وردګو والي سره وکتل
د اوبو او برښنا سرپرست وزیرمحترم ملا عبداللطیف منصور میدان وردګو ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت والي حافظ محمد امین عمري سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د اوبو او برښنا برخو کې شته ستونزې له نږدې واورېدې.
د میدان وردګ والي ښاغلي عمري د اوبو او انرژی سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ولسونو هغه ستونزې او غوښتنې چې د اوبو او برښنا برخه کې لرلې د حل په موخه شریکې کړې.
په دغه لیدنه کې ښاغلي منصور وویل: میدان وردګ ولایت ته د نورو ولایتونو په نسبت د خدماتو وړاندې کېدو او پروژو پلې کېدو په برخه کې پاملرنه نه ده شوې، نوموړي زیاته کړه موږ به دغه ولایت ته د ذخیروي بندونو په جوړولو او برښنایي خدماتو په وړاندې کولو کې ځانګړې پاملرنه ولرو.
د اوبو او انرژی سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې د ولسونو او ولایتي ادارې په همکارۍ او ملاتړ به د ولایت په کچه د اوبو او برښنا په برخه کې شته ستونزې حل شي.
