د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د د ښکتنۍ کوکچې او ورسج بندونو لۀ ساحې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۱:۲
1

 د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د تخار ولایت مرستیال والي خال محمد حقاني او د یو شمیر سندیزو حوزو رئیسانو او ځایي مسؤولینو یې ملتیا کوله، د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ اړوند د ښکتنۍ کوکچې او د ورسج ولسوالۍ اړوند د ورسج بند له ساحو څخه لیدنه وکړه. یاده دې وي چې د ښکتنۍ کوکچې مطالعات2010-2017 زیږیدیز کال کې د اسیا پراختیايي بانک له لوري ترسره شوي، چې د نوموړي بند لوړوالی 60 متره په نظر کې نیول شوی، چې د 50 میګاواټه برښنا تولیدولو او 320000 هکتاره ځمکې خړوبولو وړتیا به ولري او همدارنګه د ورسج بند چې مطالعات یې 1356 ه ل کال کې ترسره شوي، دنوموړي بند لوړوالی 75 متره په نظر کې نیول شوی چې د 60 میګاواټه برښنا تولیدلو او 365000 جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا به ولري. په پای کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د راغلو خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او رسنیو ته یې د یادو بندونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu