د اوبو او انرژۍ وزارت معين ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر (آخندزاده) او ورسره مل پلاوي د ترکيي په استانبول ښار کې د ترکيي د بهرني اقتصادي کمیسیون بورډسره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۵:۱۹
1

د اوبو او انرژۍ وزارت معين ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر (آخندزاده) او ورسره مل پلاوي د ترکيي په استانبول ښار کې د ترکيي د بهرني اقتصادي کمیسیون بورډ(DEIK) غړو او د اوبو او انرژۍ برخې سترو شرکتونو سره وکتل. په کتنه کي د پلاوي له خوا یاد مجلس ته د اوبو او انرژۍ په برخه کي د افغانستان د راتلونکو پروژو او پانګه اچونو د فرصتونو هر اړخیز معلومات(پرزنټېشن) وړاندې شو او په افغانستان کې یې د پانګه اچونکو لپاره د پوره امنیت او همکارۍ ډاډ ورکړ او پانګه اچونکي یی تشویق کړل تر څو په افغانستان کې د پانګې اچونې فرصتونه له لاسه ورنکړي.

د یاد پلاوي له خوا د مجلس غړو ته د افغانستان د بانکي سیستمونو د ښه کیدا او د دوی د پانګې اچونې د ضمانت لپاره اطمینان ورکړل شو.  او دوی ته یی د افغانستان د ترکار لاندي پروژو د دوام او د شته لویو قراردادونو د دتطبیق چې د تیرې  ادارې له خوا قرارداد شوي ول د پروژو د بیا پیلیدا په هکله معلومات ورکړل،  د مثال په ډول د کجکی دوهم فاز پروژه چي يوه د سرمایه ګذاري پروژو ده او د ترکي٧٧ شرکت له خوا پلي کیږي چارې یی د ااا په راتګ سره لا  ګړندۍ شوي چی د پروژی لمړی مرحلې (١٠٠ میګاواټه ) بریښنا تولید به په راتلونکو ٢ میاشتو کې پیل شي

په پای کې سلیمان جلیو چي د ٧٧ شرکت  ریس او د افغانستان لپاره د DIEk مشر دی ؛ د ااا څخه رضایت وشود او دمجلس غړي يي و هڅول ترڅو په افغانستان کې پانګه اچونې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu