د اوبو سرچینو د څارنې، څېړنې او مطالعاتو وسایلو د چمتوکولو په برخه کې د اوبو او انرژي له وزارت سره د یونیسیف محترمې موسسې مالي همکاري

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۶:۱۶
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو عمومي ریاست د سطحي او ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ریاستونو لپاره یو پروپوزل د (800000)  اته سوه زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د هایدرولوجیکي، هایدرومتیورولوجیکي او هایدروجیولوجیکي څېړنو او مطالعاتو د تخنیکي وسایلو د چمتوکولو او پېر لپاره چمتو کړی وو، چې تر اوسه پورې له وړاندیز شوو توکو څخه نوموړې موسسې د کابو څلور سوه زره آمریکایي ډالرو په ارزښت تخنیکي وسایل پېرلې او دغه وزارت ته یې سپارلې دي.

د دغو وسایلو دريېمه جوپه چې پکې د جیوفزیکي څېړنو څلور دستګاوي شاملې دي، د ۱۲۲ زره یورو په ارزښت د یونیسیف محترمې موسسې له لورې پېرل شوې او د ځمکې لاندې اوبو ریاست ته سپارل شوې، ترڅو د ځمکې د پوړونو د جوړښت او د ځمکې لاندې اوبو د مطالعاتو په موخه ګټه ورڅخه واخیستل شي.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د یونیسیف محترمې موسسې څخه د مننې ترڅنګ د دغو پېرل شوو وسایلو ارزښت ته په اشارې سره د اوبو مطالعاتو د څېړنو په برخه کې ورڅخه په اغېزمنې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو رئيس محترم انجنیر عزیز الرحمن عزیز د نوموړو وسایلو د کارونې په هکله معلومات وړاندې کړل او د یونیسیف محترمې موسسې څخه د مننې ترڅنګ د دغو وسایلو شتون د ځمکې لاندې اوبو د څېړنو او مطالعاتو په برخه کې ارزښتناک وبلل.

د یادونې وړ ده، چې پاتې نور تخنیکي تجهیزات په تدارکاتي پړاوونو کې دي او په نږدې راتلونکي کې به د نوموړې موسسې له لوري چمتو شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu