د اوبو مدیریت د هر اړخیزې پراختیا د لارې د نقشې د چمتوکولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۶:۴۳
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې د یونیسیف موسسې په همکاري سره په حضوري او آنلاین بڼه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، د اوبو سکتور اړوندو وزارتونو د استازو،  د اکاډمیکو او نړیوالو بنسټونو لکه یونیسیف، اف، اي، او، نړیوال بانک، داکار او نورو اړوندو  بنسټونو په شتون کې  ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په دغه ناسته کې وویل چې " اوبه ملي پانګه ده، آن حیوانات او نباتات هم پکې شریک دي، هېڅکله غیر مسؤلانه ګټې ورڅخه وانه خیستل شي، د هغې څخه عاقلانه ګټه اخیستنه او په هر اړخیز مدیریت سره یې نه یوازې اوسنی ژوند بلکې کولای شو، چې راتلونکی هم وژغورو".

د اوبو معین ټینګار وکړ، چې د اوبو د مدیریت لپاره اړتیا ده، چې ټول ملي او نړیوال بنسټونه په بشپړ همغږي سره په ګډه کار وکړي.

د ناستې په بهیر کې، ګډونوالو  د نوموړي سند د بډاینې او پراختیا او همدارنګه د اوبو د هر اړخیز مدیریت په برخه کې د انسجام او لا زیاتې همغږۍ لپاره خپل وړاندیزونه او حل لارې له یو بل سره شریک کړل، ترڅو د اوبو مدیریت اړوندې چارې په منسجم او منظم ډول پرمخ یو وړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

بیرته تګ

User account menu