د (اوبو معلوماتي ملي سیسټم) پروژې د رهبرۍ او څارنې کميټې لومړنۍ جلسه تر سره شوه.
د هېواد د اوبو معلوماتي ملي سیسټم را منځته کولو پروژې د رهبرۍ جلسه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ او په کابل کې د اسټرالیا سفارت سرپرست، د دولتي ادارو استازو، د ملاتړو کوونکو ارګانونو استازو، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رئيسانو او متخصیصینو او د اسټرالیا نړیوال ارګان CSIRO متخصیصینو په شتون کې تر سره شوه.
په دغه جلسه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې؛ د CSIRO نړیوال ارګان او اړونده ملي او نړیوالو ادارو متخصیصینو د اوبو معلوماتي ملي سیسټم په را منځته کولو او تخنیکي او مدیریتي ابعادو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو سکټور په برخه کې د اسټرالیا هېواد له تخنیکي مرستو څخه مننه وکړه او د اوبو معلوماتي ملي سیسټم را منځته کولو په برخه کې چې د هېواد پر کچه یو له اساسي اړتیاو څخه ده د ټولو ملاتړو ادارو د همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه په کابل کې د اسټرالیا سفارت سرپرست د اوبو معلوماتي ملي سیسټم را منځته کول له ارزښت وړ وبله او د اسټرالیا هېواد د دومداره مرستو ژمنه یې وکړه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
