د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د اوبو سکتور د تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د اوبو سکتور د مهمو تخنیکي موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او همدارنګه، د یاد معینیت د مخکنیو ناستو د پریکړو د اجراآتو څرنګوالی هم وڅیړل شو.
د ناستې په پای کې، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو محترم معین، د اوبو سکتور د چارو د چټکتیا او غوره پر مخ وړلو په موخه اړوندو ریاستونو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
