د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۳:۴۶
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د بېلابېلو تخنیکي موضوعاتو لکه د ملي پراختیا شرکت سره د همکاریو او د اوبو معینیت اړوندو ریاستونو د ۱۴۰۳ کال لپاره د کاري پلانونو د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، رئيسانو د نوموړو موضوعاتو په هکله خپل معلومات او اندونه وړاندې کړل او وروسته، د اوبو محترم معین اړوندو مسؤلینو ته د چارو د لا غوره ترسره کولو لپاره اړین هدایات او سپارښتنې وکړې.                                                           

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu