د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د یاد معینیت د یو شمېر اړینو موضوعاتو د څېړلو په هکله ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۲:۲۳
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د شفلوغ او پلتونې بندونو د جیوتخنیک ستونزو د هوارولو، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې په هکله د معلوماتو د شریکولو، د حوزو د کارمندانو د وړتیا لوړولو لپاره د یوه پروګرام په لاره اچولو پلان او د حوزو لپاره د تخنیکي وسایلو د چمتوکولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو ښاغلي معین د ناستې په پای کې د موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، اړینې لارښوونې وکړې او همدارنګه یې اړوندو مسؤلینو ته مشخصې دندې  وسپارلې، ترڅو یاد موضوعات په ښه توګه ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

بیرته تګ

User account menu