د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې او د یاد معینیت د یو شمېر نورو پروژو په هکله ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۱۴:۷
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئیسانو، د کاپیسا او پروان ولایتونو د فرعي سیندیزو حوزو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبو برابرولو په موخه  له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه، چې د دې موضوع په هکله د اوبو ښاغلي معین د پنجشیر ولایت د ګاونډیو فرعي سیندیزو حوزو رئيسانو ته هدایت ورکړ چې د اوبو د کره اندازه ګیري او د یادو ولایتونو د خلکو د حقابې د ټاکلو په هکله تخنیکي مطالعات پیل کړي، ترڅو د یادې پروژې په پلي کولو کې ستونزه رامنځته نه شي.

د ناستې په دوام کې، د غیر الکولي نوشابو او معدني اوبو شرکتونو د موضوع  په هکله هم بحث ترسره شو او پرېکړه وشوه چې یوه مشخصه او هر اړخیزه طرحه چمتو شي،ترڅو د اوبو ډېر مصرف کوونکي مشخص شي او له استوګنیزو ځایونو څخه هغو ځایونو ته چې د شرکتونو لپاره ټاکل کېږي، ولېږل شي.

همدارنګه د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالي او د کابل ولایت په موسهي ولسوالي کې د جیوفزیکي څېړنو ترسره کول، د سروبي ۲ برېښنا بند پروپوزل بیا څېړنه او د اوبو ملي کنفرانس د ترسره کولو په پار اړین چمتووالی نیول له نورو موضوعاتو څخه وو، چې په دې ناسته کې ورباندې بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu