د اوبو معینیت تخنیکي اونیزه ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۱۲:۳۱
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارت د اوبو سکتور درئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د سیلابونو، وچکالۍ او اقليمي بدلونونو د وړاندوینې آمریت پرزنتیشن او همدارنګه  د اوبو د کیفیت ، جیوتخنیک او د خاورې تخنیک لابراتوارونو د تجهیز او پراختیا طرحه وړاندې شوه.

د شاهي کانال د بشپړې کڅوړې د طرحې د اسنادو څېړنه او مطالعه، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد پايپلینونو د مسودې راپورونو، د سروې او ډیزاین ریاست د تدارک شویو توکو د بیې په هکله معلومات د نورو موضوعاتو له ډلې څخه وو، چې په ننۍ ناسته کې ورباندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو په معینیت کې  دا تخنیکي ناستې په اونۍ کې يوځل ترسره کېږي او پکې د تر ټولو اړینو موضوعاتو باندې بحث او د نظر تبادله کېږي او اړین تضمیمونه نیول کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu