د اوبو معینیت تخنیکي ناسته د مختلفو موضوعاتو په تړاو، د دغه معینیت د فعالیتونو په اړه ترسره شوه.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۳:۹
1

د اوبو معینیت تخنیکي ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو محترم معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبرۍ لاندې، د رئیسانو، مشاورینو او یو تعداد تخنیکي مسئولینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د مربوطه ریاستونو د کړنو راپور د اوبو  حکومتولۍ او په مرکز او ولایتونو کې د اوبو لېږدونې د خصوصي شبکو د فعالیتونو د تخنیکي لارښوونو قانوني کول د څېړنې لاندې ونیول شول او د هغو په اړه بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د اوبو محترم معین د راپورونو تر څیړلو او د ناستې د غړو د اندونو تر اوریدلو وروسته، د اړینو پریکړو نیولو سربېره د دغه موضوعاتو په ښه توګه د ترسره کولو په تړاو اړینې لارښوونې و کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

بیرته تګ

User account menu