د اوبو معینیت په اونېزه تخنیکي ناسته کې د سطحي اوبو ریاست د کړنو راپور و ارزول شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۳:۹
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او د اوبو سکټور د کارپوهانو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د سطحي اوبو رئيس د دغه ریاست د ۱۴۰۲ لمریز کال د کړنو راپور او د ۱۴۰۳ لمریز کال چمتو شوی کاري پلان د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې وړاندې کړ او د ناستې په بهیر کې د نوموړي ریاست د کړنو د اجراآتو د څرنګوالي او په دې برخه کې د شته ننګونو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه په دغه اونېزه تخنیکي ناسته کې د کابل عمومي سیندیزې حوزې اړوند په خوست او پکتیا ولایتونو کې د دوو چکډمونو د پروژو ګټې ته د سپارلو په وړاندې د شته ننګونو د هوارولو په هکله هم خبرې، اترې وشوې.

د اوبو محترم معین د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئيسانو او کارپوهانو د اندونو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په هکله اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

بیرته تګ

User account menu