د اوبو ملي کنفرانس تر سره شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۶:۶
1

د اوبو ملي کنفرانس د ځمکې لاندې اوبو د نه ښکاره کیدونکو سرچینو بر بنډولو تر سرلیک لاندې د اوبو او نرژي وزارت د اوبو او انرژي معینانو، د یاد وزارت رئیسانو، د کابنیې غړو، د سفارتونو سفیرانو، د پوهنتون استادانو او زده کړیالانو په ګډون کې نن د اوبو او انرژي وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د ویډیو کنفرانس له لارې د اوبو د اهمیت په زراعت، سوداګري، صنعت، برېښنا انرژي، سیمه ییزي همکاریو په هکله خبرې و کړې زیاته يې کړه چې، اوبه په اوسني وخت کې ډېر ارزښت لري او مونږ د نړیوالو قوانینو مطابق د هيواد اوبو مهارولو ته ژمن یو.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر چې په دې کنفرانس کې يې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې د اوبو او نرژي وزارت د لاسته راوړنو په هکله د ا.ا.ا له واکمنیدو تر اوسه پورې خبرې وکړې او زیاته یې کړه دې وزارت د اوبو او انرژي په برخه کې په لسګونو مشخصي کړنلارې وروستي کړي او همدارنګه د اوبو سرچینو پېژندلو او تنظیمولو کې يې مهم ګامونه پورته کړي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په دغه کنفرانس کې زیاته کړه  د برېښنا د قرارداد د غځیدو په هکله له ازبکستان او ایران هیوادونو سره خبرې و شو ي او همدارنګه د اوبه ییزې حکومتولۍ د پياوړتیا او د وزارت د راتلونکي پلانونو په هکله یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د اوبو او نرژي وزارت د انرژي معینیت احیا یې د وزارت له لاسته راوړنو څخه وبلل او څرګنده یې کړه چې د انرژي معینیت کې متخصص کسان ګمارل شوي.".

له بلي خوا، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر د اوبو ملي کنفرانس کې د یاد معینیت د راتلونکي پلانونو او د هیواد د اوبو د مهارولو کې د نړیوالو قوانینو په مطابقت کې خبرې و کړې، زیاته یې کړه" مونږ د هیواد د اوبو د مهارولو لپاره لنډ مهاله، منځ مهاله او او اوږد مهاله پلانونه جوړ کړې دي.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په دغه کنفرانس کې د وزارت د لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې، په فراه ولایت کې د بخش آباد بند او په هرات ولایت کې د پاشدان بند چارې به ډیر ژر پیل شي

په ورته وخت کې، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د سرچینو عمومي رئیس ښاغلی ډيپلوم انجنیر فایزالرحمن عزیزي او د ځمکې لاندې اوبو رئیس ښاغلی عزیزالرحمن عزیز د استراتیژیکو محورونو، د ځمکې لاندې اوبو مدیریت او همدارنګه د۱۴۰۱ لمریز کال د اوبه ییز وضعیت په هکله د دوو پرزنتیشونونو په وړاندې کولو سره په هر اړخیز ډول لازم معلومات وړاندې کړل.

د دغه کنفرانس  په دوام کې یو شمېر متخصصینو، کارپوهانو او د پوهنتون استادانو د هیواد د اوبه ییز وضعیت او د ځمکې لاندې اوبو د غوره مدیریت په هکله د څو پرزینتیشنونو په وړاندې کولو سره ګډون والو ته لازم معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu