د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره کې د ډيجيټل سیسټم جوړونې پروسه په چټکۍ سره پر مخ روانه ده.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره کې د ډيجيټل سیسټم جوړونې پروسه په چټکۍ سره پر مخ روانه ده.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پروژو مدیریت معلوماتي سیسټم PMIS جوړونې د پرمختګ راپور، د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت کارشناسانو لخوا د دې ادارې رهبرۍ مقام، عمومي رئيسانو او یو شمېر مرکزي رئيسانو حضور ته وړاندې شو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د پروژو مدیریت معلوماتي سیسټم د روڼتیا، حساب ورکونې، معلوماتي پراختیا، اړینو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ارزښمن یاد کړ.
ښاغلي تکل د راپور د بررسي پر وخت وویل ": په دغه سیسټم کې باید معلومات د عمومي او فرعي حوزو په اساس داخل شي"، همدارنګه هغه ټينګار وکړ چې پروژې باید په روښانه توګه په سیسټم کې صنف بندي او مرحله بندي شي او مشخص وي تر څو په اسانۍ سره لوی، متوسطې او کوچنۍ پروژې تفکیک شي".
د یادونې وړ ده چې د دغه سیسټم غوره ځانګړنې لکه: د پروژو مفصل، معیاري او دقیق راپور نشرول، د راپور د چاپ او جوړولو وړتیا، انلاین لاسرسي، ډيټابېس، ارشیف او په درې ژبو د پروژو معلومات وړاندې کول او ګڼې نورې اسانتیاوې لري چې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو معلوماتي مدیریت او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
