د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د جاپان جایکا ادارې دفتر تر منځ د HYMEP-2 پروژې مدیریتي ناسته تر سره شوه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۸:۴۲
542

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د جاپان جایکا ادارې دفتر تر منځ د HYMEP-2 پروژې مدیریتي ناسته تر سره شوه.

د(HYMEP-2) مدیریتي او همغږۍ جلسه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال تر نظر لاندې چې د اوبو سرچینو عمومي رئيس انجنیر فایزالرحمن عزیزي، د سطحي اوبو رئيس انجنیر فضل الله دراني په شتون کې چې د جاپان- جایکا استازي، په افغانستان کې د جایکا_ افغانستان مسؤل او د جاپان د CTII کمپنۍ مختصیصینو ګډون درلود تر سره شوه.

په دغه جلسه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال د جاپان هېواد او د جایکا دفتر څخه د اوبو سرچینو مدیریت په برخه کې له تخنیکي همکاریو څخه مننه وکړه.

دواړو لورو د کرونايي، امنیتي او له لرې څخه د زده کړو جریان د ستونزو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د یادونې وړ ده، دا چې د HYMEP-2 پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره کې د ارقام مدیریت او تخنیکي ارتقا ظرفیت لوړونې په برخه کې د مرستو لپاره په ۲۰۲۱ کال کې پيل شوې تر ۲۰۲۵ کال پورې به دوام وکړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu