د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو تاسیساتو د انجنیري خدماتو عمومي ریاست د خپلو ربعوار فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د دغې ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړ.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو تاسیساتو د انجنیري خدماتو عمومي ریاست د خپلو ربعوار فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د دغې ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړ.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په یوې رسمي جلسه کې چې د دغې ادارې عمومي رئيسانو، مشاورینو په شتون کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو تاسیساتو او انجنیري خدماتو عمومي ریاست د فعالیتونه او لاسته راوړنې نظارت او بررسي کړې.
د اوبو تاسیساتو او انجنیري خدماتو عمومي ریاست رئيس انجنیر فرهاد ضیا د یاد ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د یو پریزنټېشن له لارې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
په دغه راپور کې په ۱۴۰۰ کال کې د اجرا شویو عمده فعالیتونو، ستونزو او د اوبو تاسیساتو او انجنیري خدماتو د ریاست وړاندیزو او کړنلارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د ټولو ستونزو سره سره په یاد ریاست کې له موجوده ظرفیت ګټه پورته کول د قناعت وړ بیان کړل او د چارو ښه ترسراوي لپاره غوره لارښونې ورکړې او ټينګار یې وکړ.
د یادونې وړ ده چې په راتلوونکو ورځو کې به د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ټول عمومي ریاستونه په نوبت سره د ۱۴۰۰ کال د لومړۍ ربعې د کړنو او فعالیتونو راپور د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ مقام ته وړاندې کړي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
