د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام په حضور کې د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزې او د شمال سیندیزې عمومي حوزې د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو ربعوار راپور وړاندې کړ.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۸:۳۴
485

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام په حضور کې د هریرود مرغاب سیندیزې عمومي حوزې او د شمال سیندیزې عمومي حوزې د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو ربعوار راپور وړاندې کړ.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل او تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیری په حضور کې د هریرود مرغاب سندیزې حوزې لوی ریاست او د شمال سندیزې حوزې لوی ریاست د روان مالي کال د دوهمې ربعې د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

په دې راپورونو کې د ذکر شویو لویو حوزو او اړونده فرعي حوزو د پروژو تطبیق، انجنیري خدمتونو، د اوبو سرچینو پروګرانو سمون، سروې، د پروژو ډیزاین او نورو ادارو چارو په اړه مفصل معلومات وړاندې شو.

همدا شان د ذکر شویو لوی حوزو رئیسانو د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په اړه د خپلو فعالیتونو لکه د اوبو لګولو کانالو جوړونې او بیا رغونې، د عمومي حشر له لارې د کانالونو پاکوونه، د سواحلو تحکیمات، چکدمونو جوړونه او نورو چارو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دې دوه لویو ریاستونو کړنو د قدردانۍ ترڅنګ د اوبو مدیریت ښه والي او اجراآتو ګړندیتوب په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu