د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د دغې ادارې کارکوونکو سره چې په پولي تخنیک پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې کوي وکتل.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په دغه رسمي برنامه کې چې د پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال پوهنوال محمد نسیم نسیمي، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مرکزي رئيسانو او د دغې ادارې له ۶۰ څخه کارکوونکو چې په پولي تخنیک پوهنتون کې د اسیا پراختیاي بانک په مالي مرسته د ماسټرۍ زده کړې کوي ګډون کړی وو.
په دغه برنامه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ، د پولي تخنیک پوهنتون علمي معاونیت او کارکوونکو تر منځ د کارکوونکو د درسي ټایم، د درس طریقې، د درسي مضامینو ټاکلو او د محصلینو د ځينو ستونزو د حل په موخه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د ماسټرۍ دغه برنامه د کارکوونکو لپاره یو طلاي چانس یاد کړ او د دغې ادارې کارکوونکو څخه چې له دغه فرصت څخه برخمن دي ټينګار وکړ تر څو د اوبو مدیریت په برخه کې خپلې نهاي هڅه وکړي او له دغه پروګرام څخه ښه ګټه پورته کړي.
ښاغلي تکل د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له ټولو مرکزي رئيسانو څخه وغوښتل تر څو د هېواد بندونو په اړه ټول تر سره شوي مطالعات له محصلینو سره شریک کړي؛ همدارنګه یې محصلینو ته دده وسپارله تر څو ژر تر ژره په ټولو حوزو کې د اوبو اندازه او د اوبو د اړتیا اندازه معلومه کړي.
ښاغلي تکل ټينکار وکړ چې د دغې ادارې له مرکزي رئيسانو څخه جوړه شوې کمېټه موظف ده چې د دغه کارکوونکو د زده کړو بهیر په دومداره توګه وڅاري او د تدریسي مضامینو او د تيزسونو په ټاکلو کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د پولي تخنیک پوهنتون سره همغږي وکړي.
په عین حال کې د پولي تخنیک پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي نسیمي د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له باور چې په دغه پوهنتون یې کړی مننه وکړه او پولي تخنیک پوهنتون سره یې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ګډه همکارۍ یو ویاړ یاد کړ، ښاغلي نسیمي د محصلینو د تدریس طریقې او د دوئ د ستونزو د حل لپاره یې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ ته ډاډ ورکړ.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
