د اوبو ګټه اخیستونکو د سرچینو د ستونزو هوارولو په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږي ناسته ترسره شوه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۲ - ۱۴:۵۷
22/3/1401

 

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د یو شمېر رئیسانو، د صنعت او سوداګري وزارت او د اوبو رسولو شرکتونو د یو شمېر استازو په ګډون د اوبو سرچینو د ستونزو هوارولو او د اوبو سرچینو څخه د  سمې او معقولې ګټه اخیستنې  په موخه د هماهنګي لپاره ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په صنعتي پارکونو کې د اوبو رسولو شرکتونو د کره شمېر د څېړنې په هکله، د شرکتونو له خوا د اړتیا وړ د اوبو د اندازې اټکل، د صنعتي پارکونو د اوبو د تامین په موخه د اوبو او انرژي وزارت او د صنعت او سوداګري وزارت ترمنځ د هوکړه لیک ترتیبول، د پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لیږد پروژې په برخه کې د پانګونې جلبول او د استوګنې او سوداګریزو ګټه اخیستونکو لپاره د اوبو د سپمولو په موخه د پوهاوي پروګرامونو ترتیوبولو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د ناستې په بهير کې د کابل ښار د اوبو سرچینو وضعیت تر څېړنې لاندې ونیول شو او په ورځنې ډول د اوبو سرچینو د کمېدو په پام کې نیولو سره ټولو ګډونوالو د اوبو سرچینو د غوره مدیریت او سپما په هکله د مشخصو برنامو د رامنځته کولو او  پر اړینې همغږي باندې ټینګار وکړ.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu