د "ایران ترانسفو" شرکتونو د ټولګې مسؤلینو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د  "ایران ترانسفو" تر نامه لاندې د آلماني/ ایراني شرکتونو د یوې ټولګې له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکتونو د ټولګې مسؤلینو د خپلو کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، لېواله دي چې په افغانستان کې د انرژي د تولید پروژو، د انرژي شبکو د پراختیا او د برېښنا شبکو د اړتیا وړ تجهیزاتو د چمتو کولو په برخه کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړو شرکتونو د ټولګې د لېوالتیا هرکلی وکړ او یادونه یې وکړه، چې غوره ده چې د دواړو لورو د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي؛ ترڅو د پروژې د تشخیصولو، د پانګونې د څرنګوالي او نورو اړینو همغږیو په هکله هوکړې ته ورسي او تر هغه وروسته، وروستي کړنې د یو بل په توافق سره تر لاس لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu