د ایف، اې، او دفتر له مسؤلینو سره په بغلان ولایت کې د وروسیتو سیلابونو له کبله د کانالونو او سربندونو د پاکاري لومړني ارقام شریک شول

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۲۲
1

د بغلان سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار محترم انجنیر آصف الله رحیمي د ایف، اې، او دفتر له استازو سره وکتل او په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو د راوتلو له کبله د زیانمن شوو کانالونو او سربندونو د پاکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي رحیمي په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له کبله د زیانمن شوو کانالونو او سربندونو د پاکاري په موخه لومړني ارقام د نوموړي دفتر له استازو سره شریک کړل او په نږدې راتلونکي کې به یې سروې او عملي چارې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu