د باغدرې بند د امکان سنجي، جیوفزیک او جیوتخنیک د مطالعاتو  په موخه د اوبو او انرژي وزارت او د مس عینک قراردادي شرکت( ام.سي. سي – جه.سي. ال) ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۴:۱
1

دغه هوکړه لیک نن د ۱۴۰۳هـ ش کال د لیندۍ د میاشتې په  ۱۱  نېټه د وزارت د غونډو په تالار کې د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د لوګر ولایت د مس عینک قراردادي شرکت ( ام.سي. سي – جه.سي. ال) د رئيس ښاغلي سونګ ون بینګ ترمنځ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د چین هېواد سفیر ښاغلي ژو ژینګ، د کانونو او پټرولیم معین محترم شیخ ضیا الرحمن او د اوبو او انرژي وزرات ګڼ شمېر رئيسانو هم  شتون درلود، لاسلیک شو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو په غونډه کې د لوګر ولایت د مس عینک پروژې د اړتیا وړ برېښنا د چمتوکولو په برخه کې د باغدرې بند د ارزښت یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د باغدرې بند د پروژې پلي کول به د افغانستان او چین ترمنځ د ګډو همکاریو په برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وي.

ښاغلي منصور د چین او افغانستان ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د چین سفیر او د ام. سي. سي شرکت مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول همکاري ته ژمن دی.

په ورته مهال، د کانونو او پټرولیم وزارت معین محترم شیخ ضیاالرحمن په دغه غونډه کې یادونه وکړه، چې افغانستان د کانونو له پلوه بډای دی او له نیکه مرغه اوسمهال اسلامي امارت دغه زمینه چمتو کړې چې د هېواد له کانونو څخه د هغه د آبادۍ او پراختیا په لاره کې ګټه پورته شي.

د دغې غونډې په دوام کې د چین هېواد سفیر او د ام. سي.سي شرکت رئيس هر یوه په خپل وار سره د افغانستان او چین ترمنځ د ښو اړیکو ستاینه وکړه او د دغه هوکړه لیک لاسلیکول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د دوام په برخه کې یو مثبت ګام وباله.

د یادونې وړده، چې له دغه هوکړه لیک سره سم نوموړی شرکت د ۸ میاشتو په موده کې د امکان سنجي، جیوفزیک او جیو تخنیک مطالعات سرته رسوي او د اوبو او انرژي وزارت به هم د هوکړه لیک له شرایطو سره سم له نوموړي شرکت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu