د برق رسونې پروژو د مشکلاتو د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

hafiz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۱۵:۴۰
2

د برق رسونې پروژو د مشکلاتو د حل په موخه د بريښنا شرکت مسؤلینو او قراردادي شرکتونو له استازو سره ګډه ناسته ترسره شوه.
د اوبو او نرژي وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف "منصور" په خپل کاري دفتر کې د ZNCC شرکت له استازي او د افغانستان بريښنا شرکت له یو شمیر مسؤلینو سره د ستونزو د حل، له غزني څخه قندهار ته د برق د لین د انتقال پروژې د پاتې کارونو د بیا شروع کیدو او د کجکي بند د دوهم فاز بریښنا د ويش په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې ناسته کې د قراردادي شرکت استازي او د افغانستان بريښنا شرکت مسؤلینو د پروژو د پرمختګ د وضعیت او ستونزو په اړه لازم توضیحات وړاندې کړه، او د دې پروژو د پاتې کارونو  د تطبیق په اړه د اوبو او انرژي وزارت رهبرِ مقام څخه د لازمو هدایاتو غوښتونکې شول.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي "منصور " د پروژو دستونزو د څېړلو پروخت وویل چې یوه مشخصه کمېټه دې د پروژو دڅېړلو په موخه مؤظف شي ترڅو د پروژو د پرمختګ وضعیت بررسي کړي او د هغې ټول تجهیزات ثبت کړي. هغه د دې پروژو د اهمیت د یادولو ترڅڼګ زیاته کړه چې مونږ هڅه کوو هرڅومره ژر چې کیدای شي شته ستونزې حل کړو او د دې پروژو پاتې کارونه پیل کړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu