د برېښنا انرژي د فیس او جوازلیک کړنلارې لومړنۍ مسوده وروستۍ شوه
د برېښنا انرژي د فیس او جوازلیک کړنلارې لومړنې مسوده د یوې ناستې په ترڅ کې چې د برېښنا مارکیټ د حقوقي رئيس محترم الحاج محمد حارث زرمتي تر رهبري لاندې د انرژي معینیت د متخصصینو په شتون کې ترسره شوې وه، وروستۍ او طی مراحلو ته چمتو شوه.
په نوموړې کړنلاره کې د بریښنا انرژي د جوازلیک اخیستلو لپاره ځانګړي اصول، د جوازلیک لرونکو حقوق او مکلفیتونه، د برېښنايې فعالیتونو تولیدي او وارداتي شرکتونو څخه فیس اخیستل او د جوازلیک حق الامتیاز اړوند نورو اړینو موضوعاتو باندې کار شوی، چې د همدې کړنلارې په طی مراحل او عملي کولو سره به د برېښنا انرژي په برخه کې پانګوالو ته اړینې آسانتیاوې چمتو شي.