د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس او ورسره مل ټیم د برېښنا انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې او د فعالیتونو د ارزونې په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۴:۴۱
1

د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس محترم حاجي دولت خان حقیار او ور سره مل تخنیکي ټيم د برېښنا  انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې ، د هغوی د فعالیتونو د ارزونې او د دغو شرکتونو د فعالیتونو د قانوني کېدو په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي حقیار او ورسره مل ټیم په دغه سفر کې د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا سید محمد شرافت  او د کندهار له مرستیال والي سره وکتل او د کندهار ولایت د برېښنا انرژي د اوسني وضعیت او په دې برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو په هکله بحث وکړ او په کندهار ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې د درې فعالو شرکتونو د فعالیتونو پر څارنې باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه، نوموړو مسؤلینو په دغه سفر کې  د درې شرکتونو فعالیتونه تر څېړنې لاندې ونیول او په کندهار ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې شل فعاله شرکتونه وپېژندل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu