د بغلان د اوبو او انرژي ریاست نوی تخنیکي سلاکار همکارانو ته ور وپېژندل شو

د بغلان د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد عمر انس د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ریاست نوی ټاکل شوی تخنیکي سلاکار محترم انجنیر سمیع الله مسعود د نوموړي ریاست همکارانو ته ور وپېژاند او ورته یې په ورسپارل شوې دنده کې د بریا غوښتنه وکړه.