د بغلان سينديزې فرعي حوزې رئیس او د اف، اې، او مٶسسې د مسٶلينو ترمنځ ناسته ترسره شوه
د بغلان سينديزې فرعي حوزې رئیس حافظ مولوي محب الله عادل او د اف، اې، او مٶسسې د مسٶلينو ترمنځ ناسته ترسره شوه او د خنجان ولسوالي د کوتل لاندې کلي د یو شمیر پروژو د چارو د څرنګوالي پرمخ وړلو او د یو سربند او د 1530 مترو په اوږدوالي د یو ګبیوني دیوال د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
