د بلخ ولایت په شورتپه ولسوالي کې د آمو سیند د اوبو څخه د ګټې اخستنې له پروژو څخه څارنه ترسره شوه.
د بلخ ولایت سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي موسی جان حقبین او ورسره تخنیکي ټیم د لمریزو واټرپمپونو په واسطه د امو سیند د اوبو څخه د ګټې اخستنې وړو پروژو څخه څارنه ترسره کړه.
د بلخ ولایت سیندیزې حوزې ښاغلي رئیس د دې ولایت شورتپه ولسوالۍ کې د لمریزو واټرپمپونو پواسطه د آمو سیند د اوبو څخه د ګټې اخستنې وړو پروژو د څارنې په جریان کې د دې پروژو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې چارې د کار په مقابل کې د غذا ملي پروګرام له لارې د بلخ ولایت سیندیزې حوزې سره په هغږۍ مخکې وړل کیږي.
