د بندونو د خوندیتوب په اړه ورکشاپ په اوبو اوانرژي وزارت کې دائر شو.

tajuddeen
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۹ - ۱۵:۵۶
MEW

د بندونو د خوندیتوب په اړه ورکشاپ په اوبو اوانرژي وزارت کې دائر شوی و

د افغانستان اسلامي جمهوریت د اوبو او انرژي وزارت د بندونو د خوندیتوب د لارښود کتاب په اړه یو ورکشاپ جوړ کړې.

و چې، په کې د اوبو اوانرژي وزارت مرستیال انجنیر خان محمد تکل، د طبیعی پیښو پر وړاندې د دولت وزیر ښاغلی انجنیر نجیب اقا فهیم،

د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر ښاغلی مجیب الرحمن کريمي، د بریښنا شرکت رئیس ښاغلی امان الله غالب ، د نړیوال بانک او

د آسیا پرمختیایی بانک استازو، USAID، د اقتصاد وزارت ښاغلی مرستیال، د ملي امنیت استازي، د مالیې وزارت استازي، د دفاع وزارت،

د ښځو چارو وزارت استازو او ملي او نړیوالو معتبرو کارپوهان په کې ګډون درلود.

د اوبو او انرژي وزارت ښاغلی مرستیال انجنیر خان محمد تکل د دغه ورکشاپ د ګډونوالو او مالي ملاتړ کوونکو له ګډون نه قدردانی وکړ

او په پروګرام کې ښکیلو کسانو د هڅو ستاینه یې وکړه او دا یې په افغانستان کې د پوهې او پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام وباله، همدارنګه ښاغلي تکل ټینګار وکړ

چې دا پروګرام چې د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي د پروژې د همغږۍ ریاست (IRDP) لخوا د FAO د ملي او نړیوالو کارپوهانو او مشاورینو په همکارۍ رامنځته شوی،

دا به هیواد د بندونو د امنیت ساتلو او ساتنې لپاره ښه لارښود وي.

ښاغلي تکل زیاته کړه: دغه لارښود به له مونږ سره د نړیوالو معیارونو سره سم د بندونو په جوړولو ، ډيزاین کولو او ساتنه کې مرسته وکړي او همدارنګه له دې سره

د بشپړې ارزونې سربیره هغه عوامل چې د ځمکې د ویجاړولو لامل ګرځي.

ښاغلي تکل له اړوندو چارواکو څخه وغوښتل چې د نړیوالو معیارونو او د بندونو دخوندیتوب لارښود کتاب سره سم د اوبو او انرژي وزارت سره همکاري وکړي.

ښاغلی تکل وویل: چې د بندونو د خوندیتوب لارښوود کتاب په ګډون کوونکو ویشل شوې او تمه کیږي چې په دې لارښود کې خپل نظر د یوې میاشتې په اوږدو کې وړاندې کړي

او همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت هڅه کوي چې د دې سند سره سم د بندونو ساتنې مقرره چمتو کړي.

ورپسې د کلیو د پراختیا وزیر، مجیب الرحمن کريمي د دې مسلې په اهمیت ټینګار وکړ او د اوبو او انرژي وزارت د مسولینو د هڅو ستاینه یې وکړه او د زیربناو

په جوړولو کې د قوانینو، مقرراتو او لارښوونو په اغیزمن رول یې ټینګار وکړ او وویل که لارښوونې په سمه توګه جوړې شي، د هیواد په اوبو او اقتصادي وده به

د پام وړ اغیزه ولري، او هڅې باید وشي چې د هیواد د اقلیم بدلون په پام کې نیولو سره د یوه څاڅکی اوبو څخه سالمه استفاده وشي.

د خبرو په دوام د طبیعی پیښو پر وړاندې د دولت وزیر ښاغلی انجنیر نجیب اقا فهیم د بندونو جوړولو د شرایطو په ګډو هڅو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ

که چیرې موږ اړتیاوې پوره نه کړو نو موږ به د نورو هیوادونو په څیر له ورته زیان سره مخ شو، ښاغلي فهيم همدا راز زياته کړه: موږ بايد د نړيوالو معيارونو

او د اوبو د سمبالښت او حفظ الصحې لپاره معيارونه په پام کې ونیسو څرنګه چې د راتلونکو نسلونو اوبه په مؤثر ډول ساتل کیږي، چې د بندونو د ژوند لپاره اړینه اړتیا ده، باید د ټولو د پاملرنې وړ وي.

وروسته د (FAO)د څانګې مشر مومیر ویرنز، د IRDP پروژې بندونو د خوندیتوب لارښود په اړه خپل پرزنتیشن وړاندی کړ، هغې په خپل پرزنتیشن کې یادونه او ټینګار وکړ

چې د نړیوالو متخصصینو له تجربواو له 10 بندونو له لیدلو وروسته، دا لارښود په دوو کلونو کې د افغانستان د وضعیت په پام کې نیولو سره چمتو کړی دی.

ښاغلی ویرنز زیاته کړه چې دا لارښود په افغانستان کې د بندونو خوندیتوب یو له مهمو او حیاتي مسلو څخه دی، او په دې لارښود کې ټول شرایط، تخنیکي، اقتصادي، ټولنیز، چاپیریال

او امنیت په پام کې نیول شوي دي. د دې لارښود بنسټیز هدف دا دی چې په افغانستان کې د بندونو جوړولو مسولین د هغو شرایطو او د مطالعې، ډیزاین او د خوندیتوب

مسلو په پام کې نیولو سره غور وکړي چې په هغې کې دغه برخه موقعیت لري.

د غونډې په پای کې د نړیوال بانک د اوبو سرچینو ماهر، انجنیر میراحمد احمد ،د نړیوال بانک د دغه لارښود کتاب د چتمو کولو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې،

او د اوبو او انرژي په وزارت کې ښکیلو کسانو هڅې یې وستایلې.

ښاغلی میراحمد وویل: لکه څنګه چې مخکې ویل شوي، دا پروګرام د نړیوال بانک یو تمویل شوی پروګرام دی، تر اوسه له لسو څخه په زیاتو بندونو مطالعه شوي

او ارزول شوي، او د بیلګې په توګه په دوو بندونو (قرغه او درونټه) په عملي شکل جریان لري.

د یادولو وړ ده چې په دغه موده کې لس ښوونیزې برنامې او نظر د FAO د ملي او نړیوالو متخصصینو په وسیله په اوبو او انرژي وزارت کې دائر شوی وې او

د اوبو او انرژي وزارت له 500 څخه زیاتو کارکونکو، د اوبو او چاپیریال لپاره د اراضي عالی شورا د سکرتریت غړو، استادانو، متخصصینو، او د بندونو جوړونکو انجینرانو په کې برخه لرله

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu