د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د سعودي عربستان د انرژي وزارت له معین سره وکتل
۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس "آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د انرژي وزارت له معین محترم محمد ابراهیم سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د انرژي په سکتور کې له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې، په ځانګړې توګه د لمریزې او بادي انرژي په برخو کې د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شریکولو او د ګډ کار د پیل په اړه خبرې وکړې.
د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس "آخندزاده" صاحب د سعودي عربستان د انرژي وزارت معین او تخنیکي مسؤلینو ته افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، چې د سعودي عربستان د انرژي معین يې د بلنې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به یې مسؤلین او تخنیکي ټیم افغانستان ته سفر وکړي، څو شته فرصتونه وارزوي او د ګډو همکاریو پر عملي لارو چارو خبرې وکړي.
